ایکناخبری آژانس د دی نیشنل له قوله راپور راکړ، دغه نندارتون چې د پوهې د ملغلرو (Pearls of Wisdom) په عنوان سره د الوطن ماڼۍ دعلم په کور کې ترسره شوی،د ادبیاتو، دین ،موسیقۍوفلسفې او علم په زمینو کې د ارزښتمنو او کم پیدا کیدونکو لاسی لیکنو له لارې په اروبا کې په اتو سوو کلونو کې د اسلامی اوعربی کلتور اغیزو و شتون په اړه ارزونه او کتنه کوي.
دغه نندارتون د ابوظب د ټوریزم اوکلتور ډيپارټمنټ، د ایټالیا د کلتوري موسیسې او داسپانیا د سفارت په ملګرتیا سره د څلورو کتابتونونو له ټولګې د دیرشو خطی نسخو په شمول ځينی کمیابې او کم پيداکیدونکي نسختې نندارې ته وړاندې شوي دي .په دغو کتابتونو کې ، د مارسیانا ملی کتابتون،د بولونیا پوهنتون کتابتون، د اسپانیا م لی کتابتون او آل اسکوریال سلطنتی کتابتون شامل دي.
د ابوظبئ د ټوریزم او کلتوري ډيپارټمنټ یومدیر دعا نونو په دې اړه وائي ، دغه نندارتون کتونکي او لیدونکي تیر پړاؤ ته په سفر بوخي او د اسلامی تمدن طلائي دوران ورته په اسانۍ سره انځوروي.
هغه زیاته کړې ده ، په دغه پړاؤ کې اندلس اوسیسل د عربي نړۍ او اروپا ترمینځ یو ارتباطي پل ؤ، یو داسې ځاي چې د دپام وړ علمي پوهې او کلتورڅخه یو بهیر ورڅخه تیرید.دغه سیمې د مینځنیو پیړیو اروپا په مینځ کې د کلتوری او ټيکنالوجیکي بډایو مرکزونو بانې بدل ې شوي او داروپائي رنسانس له پراختیا سره ئې مرسته وکړه.
هغه لاسی لیکنې او اطلاعات چې په ډيره ښکلي بڼه انځور شوي ، ښئ چې عربی نړۍ،اروپا،افریقا اوددینی خبرواترو په رامینځةکیدا کې د درو ابراهیمي دینونو ترمیځ ترمینځ د خبرواترو دترسره کیدا څرنګوالی او په اروپا کې د نوی زمانې له پيلیدا سره مرسته ډیره مهمه ده.
دغه ننندارتون د دسمبر په پنځلسمه نیټه پیل شوی او د جنوري تر شپږمې نیټې پورې به دوام ومومي .